هرېټ جاکوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هرېټ جاکوب
هرېټ جاکوب
هرېټ جاکوب

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت ۱۸۱۳[۱]
مړینه
واشنګټن ډي سي   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي) انګليسي ژبه [۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هرېټ جاکوب (Harriet Jacobs) یوه افريقایی الاصله امریکايي لیکواله وه، چې د زېږېدلو کره نېټه یې معلومه نه ده خو ښايي له ۱۸۱۳ څخه تر ۱۸۱۵ کالونو تر منځ زېږېدلې وي،د ۱۸۹۷ کال د مارچ په اوومه نېټه یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.  هغې خپل ژوندليک په ۱۸۶۱ کال کې «دیوې کنیزې نجلۍ د ژوند پېښې» له سرلیک سره د لېنډا برېنټ په مستعار نوم  چې اوس‌مهال د امریکایي کلاسیک په نوم یاديږي خپور کړ.  چې د شمالي کارولینا د اېډنټون په یوه کنيزخونه کې زېږدلې، هلته دا د خپل څښتن يا هغه کس چې دا يې په غلامۍ نېولې له خوا له جنسي ځورونې سره مخ وه او هغې ته داسې ګواښ کوي که چېرې د هغه غوښتنو ته غاړه کېنږدي، نو دی به یې ماشومان ورته وپلوري. هغې د خپلې انا د کور تر چت لاندې په یوه ډېره نرۍ فضا کې ځان داسې پټ کړ چې درېدلی نه شوی. هلته تر اووه کاله ژوند کولو وروسته په دې بریالۍ کېږي چې د ازاد شمال لور ته وتښتي. هلته له خپلو بچیانو جوزېف(Joseph) او لویسا مټلېډا(Louisa Matilda) او خپل ورورجان اېس جکوب (John S. Jacobs) سره یوځای شوه او د ماشومانو د روزونکې په توګه یې دنده پیدا کړه او پر غلامۍ د بنديز پلویانو او فېمېنستانو سره يې اړیکه جوړه کړه. د کورنۍ جګړې په بهیر او تر هغې وروسته له خپلې لور سره دسويل په لورد اتحاد (شوروي/انګلیس) تریرغل لاندې سیمو ته لاړه چې هلته یې مرستې پیل کړې او د تښتېدلو او خوشي کړل شویو غلامانو لپاره یې دوه ښوونځي پرانیستل. [۴]

ژوندلیک[سمول]

نوم او کورنۍ[سمول]

هرېټ جاکوب (arriet Jacob) په ۱۸۱۳ کال کې د شمالي کارولينا  (North Carolina) په اېډنټون (Edenton) سیمه کې د  ډېلېلا هورنيبلا (Delilah Horniblow) په کورنۍ کې زېږېدلې او د هورنيبلا  (Horniblow)کورنۍ له خوا چې يوه سيمه‌اييزه میخانه لري په غلامۍ نيول شوې.  هرېټ او د هغې ورور جان د پاراټوس سکوېچر وېنټرم / partus sequitur ventrem (د غلامۍ قانون چې له مخې یې د غلامو میندو ماشومان د څښتن ملکيت  حسابېدل) اصل پر بنسټ له ماشومتوبه میخانې لرونکې کورنۍ په غلامۍ نیولي وو، چې مورنۍ مقام ترلاسه کړي یعنې غلامي د هغوي مورنۍ مقام و او دا به دوی ته په میراث رسېده. [۵][۶][۷]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ISBN 0-465-09288-8
  2. خپرونکی: Greenwood Publishing Group — ISBN 978-0-313-33429-0 او 978-0-313-04907-1
  3. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/175469667
  4. Yellin, Life 126
  5. The difficulties Blacks in similar circumstances had to overcome some decades later are discussed e.g. in: Crump, Judson; Brophy, Alfred L. (2017). "Twenty-One Months a Slave: Cornelius Sinclair's Odyssey" (PDF). Mississippi Law Journal. The Faculty Lounge (86): 457–512. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Yellin, Life 92
  7. Yellin, Life 18