د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جواهر لال نهرو پوهنتون یو عامه پوهنتون دی چې د هند په نوي ډیلي کې موقعیت لري. دا د هېواد یو له معتبرو پوهنتونونو څخه دی. په دې پوهنتون کې هر ډول کورسونه شتون لري. زده کونکي نه یوازې له هند څخه بلکې له بهر څخه هم دلته د زده کړې لپاره راځي. تاسو کولی شئ په JNU کې د تدریسي ښوونکو اکاډمیک مهارتونه له دې حقیقت څخه اټکل کړئ چې نن ورځ دا پوهنتون د هند له غوره پوهنتونونو څخه شمېرل کیږي.
د جواهر لال نهرو پوهنتون په ۱۹۶۹ کې د پارلمان د یوه قانون له مخې رامنځ ته شو [۷] ، دا لومړی پوهنتون دی چې د هند د لومړي وزیر جواهر لال نهرو په نوم نومول شوی دی. د دې پوهنتون بنسټ ګر او لومړنی رئيس پوهاند مونس رضا و [۸] [۹] . د جواهر لال نهرو پوهنتون د جوړولو قانون د ۱۹۶۵ کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه د هغه وخت د پوهنې وزیر ایم سي چګلا له خوا په راجیه سبا کې وړاندې شو. بهوشن ګوپتا په دې اند و، چې دا باید د بل هر پوهنتون په څېر نه وي، د ساینسي سوسیالیزم په څېر یو نوی پوهنځی رامنځته کړي او یو شی چې دا پوهنتون یې باید ډاډمن کړي، د لوړو نظریاتو ساتل او د ټولنې له کمزورو طبقو څخه د ملاتړ په برخه کې محصلینو ته د لاسرسي زمینه برابرول دي. په 16 نومبر 1966، د پوهنتون بېل په لوک سبا کې تصویب شو او په 22 اپرېل 1969 کې، د جواهر لال نهرو پوهنتون قانون [۱۰] نافذ شو.
په پوهنتون کې سیاست
[سمول]
د 2010 کال راهیسې، پوهنتون د زده کونکو سیاست لپاره په سر کې دی. ډېری مخکښ نومونه لکه کنهیا کمار ، شېهلا رشید او عمر خالد د دې پوهنتون سره تړاو لري. یو عمومي تاثر دا دی چې دلته زده کونکي د بي جي پي( بهارت جنتا پارټي يانې د هندوستان د خلکو ګوند) ای بي وي پي او کيڼ اړخو په ډلو وېشل شوي دي.
جواهر لال نهرو پوهنتون په ټول هېواد کې د ډېرو موسسو سره تړلی او اعتبار لري.
- د پوځي کیډیټ کالج، دهرادون
- د نظامي انجینرۍ کالج، پونا
- د ملي دفاع اکاډمۍ، پونا
- د هند سمندري اکاډمۍ
د څېړنې او پراختیا موسسې
[سمول]
- د مرکزي مخدره توکو د څېړنې انسټیټیوټ، لکنو
- د سیلولر او مالیکولر بیولوژی مرکز، حیدرآباد
- د انټر پوهنتون سرعت مرکز، نوي ډیلي
- د مایکروبیل ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ، چندیګړ
- د رامان څېړنیز مرکز، بنګلور
- د معافیت ملي انسټیټیوټ، نوی ډیلی
سره له دې، د نړۍ له 71 څخه زیاتو پوهنتونونو سره د تبادلې پروګرامونه او بنسټیز ملاتړ روان دی.
دا پوهنتون پلان لري چې په بهار کې یو مرکز [۱۱] جوړ کړي.
هغه افسران چې د هند په اداري خدماتو کې تر روزنې لاندې دي د جواهر لال پوهنتون له خوا به د عامه مدیریت [۱۲] په برخه کې د ماسټرۍ سند ورکړل شي.
جواهر لال پوهنتون ته په ۲۰۱۷ کال کې د هند د ولسمشر له خوا د غوره پوهنتون [۱۳] جایزه ورکړل شوه.
جواهر لال پوهنتون په هند کې یو مخکښ پوهنتون دی او په ټوله نړۍ کې د تدریس او څېړنې یو مشهور مرکز دی. دا د هندوستان د ټولو پوهنتونونو په منځ کې د 2016 کال د ملي ادارې د [۱۴] درجه بندۍ په چوکاټ کې دریم ځای لري.
په 2018 کې، بيا دا په ټولیزه توګه شپږم او د پوهنتونونو په منځ کې دویم و.