www.fgks.org   »   [go: up one dir, main page]

Jump to content

بادن ورتمبرګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بادن ورتمبرګ په الماني Baden-Württmberg) د ]]المان]] هیواد هغه یوازینی آيالات دی چې د ټاکنو (ټول پوښتنې) په ترڅ کي منځ ته راغلی دی. د ۱۹۵۱ م مېلادي کال د ډسمبر د مياشتې په ۱۶ مه نېټه په دغه سيمه کې يوه ټول پوښتنه يا رېفرېنډم تر سره شو. ځايي ښځو او نارينو د خپلو رايو په اکثريت سره دې ته لاره هواره کړه چي د پخوانیو دریوو آيالاتونو بادن ورتمبرګ، ورټم بېرگ هوهن څولرن او د باډن د ايالت څخه يو نوی ايالت جوړ کړی شي. معنی دا چي درې واړه د باډن ورټم بېرگ په نوم سره يو ځای کړل سي. ددغه ايالت د منځ ته راتلو رسمي نېټه د ۱۹۵۲ م مېلادي کال د اپريل ۲۵ مه نېټه ده.

بادن ورتمبرګ
Baden-Württemberg (جرمني ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نښان
اړوند
په نامه د
Baden (en) ژباړلWürttemberg (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پلازمېنه
Stuttgart (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ترټولو لوړه څوکه
Feldberg (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
عامه معلومات
عمومي معلومات
د وګړو شمېر
۱۱٬۰۶۹٬۵۳۳[۵] — ۱۰٬۷۰۳٬۰۰۰[۶] — ۱۰٬۶۳۱٬۲۷۸[۶] — ۱۰٬۸۷۹٬۶۱۸[۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکښي شاملې اداري سیمي
د سيمې اصلي ژبې
Swabian (en) ژباړلSwiss German (en) ژباړلYenish (en) ژباړلAlemannic (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د حکومت مشر
غړی د
اداري سیمه
جرمني (۱۹۹۰ – ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
اداري مشرتابه
ځایناستی د
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۳۵٬۷۵۱٫۶۵ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخې
Breisgau (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
برخه د
نور معلومات
وېب‌پاڼه
کورډي‌نېشن
۴۸°۳۲′۱۶″ شمال ۹°۲′۲۸″ ختیځ / 48.53778°شمال 9.04111°ختيځ / 48.53778; 9.04111
Map

ډېر عايدات اوکمه بې روزگاري[سمول]

باډن ورټمبرگ

وروسته له دې چي باډن ورټم بېرگ د نوي ايالت په ډول منځ ته راغلی، په ډېر لږ وخت کي دغه ايالت ډېر پر مخگ وکړی او اوس د المان په تر ټولو بريالي ايالتونو کي شمېرل کيږي. ددغه ايالت وگړي د ټول المان د اوسط په پرتله جگ معاشونه لري او د المان د نورو ټولو ايالتونو په پرتله دلته بې روزگاره انسانان کم دي. په ۲۰۰۸ م مېلادي کال پدغه ايالت کي ۴.۵ فيصده وگړي بې روزگاره وه او هغه پداسي حال کي چي د ټول المان په کچه اوسطا ۸.۲ فيصده وگړي بې روزگاره وه.

„بېله معياري الماني زموږ نور هر څه زده دي.“

دباډن ورټم بېرگ ایالت د نورو گڼ شمېر ځانگړتياو تر څنگ د ټولې اروپا پر سطح د نوي صنعتي ټېکنالوجۍ او علمي اوساينسي څېړنو له وجي منل سوی او پېژندل سوی دی. د اروپا د نورو ټولو سيمو په پرتله پدغه ايالت کي پر علمي او ساينسي څېړنو زياتي پيسې لگول کيږي. باډن ورټم بېرگ د ۲۰۰۷ م مېلادی کال راهيسي د غورو او فوق العاده پوهنتونونو د ځای د نوم درلودلو اعزاز لري.

دباډن ورټم بېرگ د عايداتو تر ټولو مهمه څانگه د موټر جوړولو صنعت دی. دغه صنعت په علمي او ساينسي څېړنو کي هم زياته پانگونه کوي. نامتو موټر جوړونکي صنعتونه لکه ډايملر، پورشه او بوش په باډن ورټم بېرگ کي خپلي مرکزي نمايندگۍ لري. د باډن ورټم بېرگ په اقتصادي بريا کي د هغو متوسطه او کوچني تجارتي او کسبي شرکتونو لاس هم سته، چي پدغه ايالت کي کار کوي او د وگړو د ښه اقتصادي حالت سبب گرځي.

علم او پوهه، صنعت او طبعي منظرې[سمول]

  • نفوس = ۱۰.۷ مليونه
  • احاطه = ۳۵۷۵۰ کلوميتره مربع
  • د ايالت پلازمېنه = شټوټ گارټ
  • د منځ ته راتلو نېټه = ۲۵/۰۴/۱۹۵۲
  • مهمې اقتصادي څانگي = ماشين جوړونه، موټر جوړونه

ددغه ايالت د ښه معيار اصول د زياتو خلکو لپاره کشش لري. پدغه ايالت کي د المان بهترينه ريسټورانټونه، بېلا بېل مشروبات او يوه بډايه کلتوري ظهور اوصحنې تر څنگ قدرتي او طبعي ځايونه هم سته.

په همدې وجه دغه ايالت ته زيات سېلانيان راځي. پداسي حال کي چي هر کال پدغه ايالت کي څلوېښت مليونه سېلانيان شپې کوي، د المان د بايرن ايالت نه وروسته دغه د المان تر ټولو زيات سېلانيان را جذبوونکی ايالت دی. په باډن ورټم بېرگ ايالت کي گڼ طبعي ځنگلات سته چي د تور ځنگلونو په نامه ياديږي. دغه ځنگلونه چيري چي په زړه پوري درې، غونډۍ، د بزگرو ښکلې کورونه، د گلونودرې مايناو او غايشه ناو سته، د سېلانيانو په راجذبولو کي ستر رول لوبوي. د گلونو د درې په نوم سېمي مايناو او غايشه ناو د ملگرو ملتونو د ټولنې يونېسکو لخوا د نړۍ وال کلتور ميراث ټاکل سوي دي. ددې تر څنگ ښارونه لکه هايډل بېرگ، ټيوبينگن، فرای بورگ او کونسټانڅ د سېلانيانو د توجه مرکز وي.

سرچينې[سمول]

  1. "The State and its people". Baden-Württemberg. لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "Bevölkerung nach Nationalität und Geschlecht am 31. Dezember 2017". Statistisches Landesamt Baden-Württemberg (په جرمني ). 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  3. Baden-Württemberg, Statistisches Landesamt. "Bruttoinlandsprodukt – in jeweiligen Preisen – in Deutschland 1991 bis 2016 nach Bundesländern (WZ 2008) – VGR dL". www.vgrdl.de. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جون ۲۰۱۵ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Reference URL: https://www.statistik-bw.de/BevoelkGebiet/Bevoelk_I_D_A_vj.csv. Retrieved: ۱۵ جون ۲۰۲۰.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ "Federal Statistical Office". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Reference URL: https://www.destatis.de/DE/ZahlenFakten/LaenderRegionen/Regionales/Gemeindeverzeichnis/Administrativ/Archiv/GVAuszugQ/AuszugGV3QAktuell.xls?__blob=publicationFile.
  8. ArchINFORM location ID: 2695. Stated in: آرک انفارم. Retrieved: ۶ اگسټ ۲۰۱۸. اثر ژبه: جرمني ژبه.