}}
کوټه چې د شالکوټ په نامه هم ياد شوی، د پاکستان یو ښار دی چې د بلوچستان ايالت پلازمېنه (مرکز) هم گڼل کېږي. دا ښار د بلوچستان ايالت تر ټولو لوی ښار دی چې د حکومت معلوماتو سره سم ۵۶۵۱۳۷ وگړي لري.
پېښلیک
د تاریخپوهانو په وینا کوټه د ساسانیانو سلطنت په دوره کې تاسیس شوی. په ۷مه پیړۍ کې د مسلمان پوځ له خوا ونیول شو. دغه ښار په۱۱مه پیړۍ کې د مغل سلطنت په لاس کې پرېووت. شېرشاه سوري پر ۱۶ پیړۍ د مغل پر سلطنت بريد وکړ او همایون ایران ته وتښتېد.
په ۱۸۷۶ کال کې کوټه د انگریزي پوځ له خوا ونیول شوه او په ښار کې لويه پوځي چاوڼۍ جوړه کړه. پر ۱۹۳۵ کال دغه ښار د زلزلې لامله خراب شو. له مالوماتو سره سم ۴۰۰۰۰ تنه د نوموړې زلزلې لامله مړه شول. ۱۹۴۷ ز کال پاکستان تاسیس شو او کوټه د بلوچستان ایالت مرکز شو.
- ↑ Deadlock ends "PkMAP candidate nominated for Quetta mayor".
- ↑ پیوستون : 1167528 — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported