ويکيپېډيا:ليکنه ورگډول
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پښتو ويکيپېډيا ته يو ځل بيا ستړي مه شئ! دې ځای کې تاسې ته د ليکنې ورگډولو په اړه لنډه لارښوونه کوو. دلته شپږ مرحلې/گامونه دي انشاءالله ددې څخه وروسته به تاسې په دې خبره پوه شئ چې ويکيپېډيا کې ليکنه څنگه ورگډول کېږي.
که چېرې تاسې څه ستونزه يا پوښتنه لرئ نو هغه د خپلو خبرو اترو پر مخ وليکئ، هلته به ستاسې سره مرسته وکړای شي.
تاسې ته دا سلا مشوره درکول کېږي چې د يوې نوې ليکنې له پيل کونې څخه وړاندې؛ تاسې په لیکل شویو ليکنو کې سمون وکړئ چې ستاسې په ويکيپېډيا کې لږه تجربه ترلاسه کړئ.